د کار کولو غوره لاره مومومئ –

لېږدوونکو او موټر چلوونکو لپاره د واحد لوژستیک کاریال

خپل مسلک یو قدم نور هم لوړولو لپاره باوري پلټفورم

هغو پېرېدونکو ته چې غواړي خپل توکي واستوي له ځنډ پرته لاس رسی ولرئ. تاسې یو احتمالي پېرېدونکی څخه یوازې د یو کلېک واټن لرئ. تاسې د واحد لوژستیک له لارې په اسانۍ سره اړیکه نیولی شئ، د لګښت په اړه مذاکره کولی شئ، منلی شئ، او یوې پرماینې لپاره خپل باوري موټر چلوونکی ګومارلی شئ. له پېرېدونکو سره تعامل لپاره فزیکي ځای باندې پانګونې پر ځای، یوازې زموږ کاریال ښکته کړئ او خپل ځان راجستر کړئ؛ له هغې وروسته، په پرلیکه توګه د پېرېدونکو غوښتنې کتلی شئ او هغو ته چې ستاسې لپاره تر ټولو مناسب وي ځواب ورکولی شئ. ستاسې موټر چلوونکي به هم خپل کاریال ولري چې هغوی ته اجازه ورکوي چې تاسې او ستاسې پېرېدونکو ته د پرماینې لېږدولو پر مهال خپل د موقعیت او حالت په اړه وروستي معلومات درکړي. اسانتیا، لید، اسانه کارېدنه، انعطاف منونکی؛ واحد لوژستیک هر هغه څه لري چې تاسې ورته اړتیا لرئ.

همدا اوس کاریال ښکته کړئ
about img

ګټې

د لیږدونکو لپاره بشپړ حل.

نقدي معاملو څخه مخنیوی لپاره د تادیې ترلاسه کولو متعدد انتخابونه.

هېڅ کاغذي کارونو ته اړتیا نشته

انتخاب کړئ چې کله کار ته نوملیکنه وکړئ