واحد لوژستیک -
ستاسې توکي له بشپړ خوندیتوب سره لېږدوي

ستاسې اړتیاوې بشپړولو لپاره پرمختللې ټکنالوژي کارولو سره د لوژستیک د مدیریت یوه اسانه او غښتلی
حل لاره

ستاسې توکي څومره چې تاسې ته مهم دي موږ ته هم مهم دي!

واحد ویاړي چې استوونکو لپاره د واجد لوژستیک کاریال معرفي کوي! د لوژستیک د مدیریت دغه غښتلې حل لاره به له هر بل وخت څخه ستاسې د توکو انتقال اسانه کړي.

که یو سوداګر یاست چې غواړئ کارګو انتقال کړئ، د کور څښتن یاست چې کډه کوئ، یا داسې یو څوک یاست چې غواړئ کوم څیز یو ځای ته واستوئ، واحد لوژستیک به ستاسې توکي انتقال کړي؛ که درانده یا ماتېدونکې وي، زموږ د خوندیتوب او امنیت ضمانت سره ډاډه اوسئ. تاسې کولی شئ ډاډه اوسې او په بشپړه توګه خپل د لوژستیک مدیریت واحد او باوري او پېژندل شویو لېږدوونکو او موټر چلوونکو ته پرېږدئ!

همدا اوس کاریال ښکته کړئ
Play Store App Store App Store
customer img

ګټې

پېرېدونکو لپاره هره مرحله کې د بې سارې لید او شفافیت سره یوه بشپړ حل لاره
د اړیکې یوې نقطې څخه خپل ټولې پرماینې پای څخه پای ته مدیریت کړئ.
له ځنډ پرته باوري لېږدوونکو سره وصل شئ.
چټکه او اغېزمنه اوچتونه/لېږدونه.
د پرماینې پر وخت ردیابي، څارونه او تاریخ.
اعظمي اسانتیا لپاره د تادیې مختلف انتخابونه.
له کاغذ پرته پروسه؛ ټول کاغذي کارونه په ډېجېټلي توګه راټول او ساتل کېږي.

ولې باید واحد انتخاب کړئ؟

په بشپړه توګه متحد پلټفورم

- په بشپړه توګه د لوژستیک د ځانګړنو ژورې ارزونې څخه وروسته، د واحد متخصصینو یو معاصره حل لاره جوړه کړه چې دغې پروسې ټولو سهام لرونکو ته ځواب وايي.

تل متصل دی

د لوژستیک مدیریت کې مختصصینو په توګه، موږ پوهېږو چې تاسې دقیق او کره معلوماتو ته، او اکثره که له ځنډ پرته نه وي څومره ژر چې ممکن وي ورته اړتیا لرئ. واحد لوژستیک دا خپل د موبایل کاریال څخه وړاندې کوي.
د کاریال دننه چاپېریال کې، دقیق معلومات ترلاسه کول اسان دی. تاسې تل مناسب وخت کې له مناسب چلوونکی سره وصل کېږئ.

د زده پېرېدونکو پیاوړې خدمتونه

تاسې خپلو توکو انتقالولو لپاره مرستې ته اړتیا لرئ، او موږ يي ترسره کولو لپاره چمتو یو – یوازې موږ سره یوه اړیکه ونیسئ، او موږ به خپله هڅه وکړو چې تاسې تر ټولو غوره تجربه ولرئ!