واحد لوژستیک –

د لارۍ بشپړ بار خدمتونه

کتنه

د لارۍ بشپړ بار، یا FTL، یو خدمت دی چېرې چې یوې لېږدونې لپاره د یوې لارۍ بشپړ مجاز فضا ګومارل کېږي. د دې برعکس چې یوه لارۍ د مختلفو پېرېدونکو مختلفو توکو لپاره ګومارل کېږي، دغه خدمتونه هغو سوداګریو لپاره چې غواړي د لوړ ارزښت لرونکو یا درندو څیزونو لوړ مقدرا انتقال کړي مناسب دی. واحد لوژستیک دغه خدمتونه د کیفیت عادي معیارونو سره چې ورڅخه تمه يي کېږي وړاندې کوي.

FTL څنګه تاسې ته ګټه رسولی شي؟

د واحد FTL خدمتونه تاسې ته اجازه درکوي چې د خپلې سوداګرۍ غټو محمولو لپاره ځانګړې فضا تمه او تیکه وکړئ.

د لارۍ بشپړ بار خدمتونه د استونکې ډلې ځانګړې او متمرکز پاملرنې له امله په طبیعي توګه لږ خطر لري. FTL همداراز د انتقال او بارولو لپاره ځانګړو ماشینونو او تجهیزاتو ته اړتیا لري.

د اوچتولو او ښکته کولو یوازې یوه نقطه شتون لري. د FTL محموله په مستقیمه توګه له اوچتولو څخه ښکته کولو ځای ته ځي؛ یوازې هغه ټکي چې تاسې تعریف کړې وي.

ولې د واحد FTL خدمتونه؟
  • یوه پرماینه جوړولو د یو کاریال ښکته کولو او یوې فورمې ډکولو په اندازه اسانه ده. دغې فورمې کې همداراز هغه مقدار چې تاسې غواړئ تادیه کړئ شامل دی؛ له هغې وروسته زموږ د لېږدوونکو شبکه د دغه مقدار پر بنسټ بولي ترسره کوي، او واک ستاسې لاسونو کې درکوي. د واحد د لارۍ بشپړ بار خدمتونه هغه انعطاف پذیري او اسانتیا چې تاسې يي ډېجېټلي عصر کې تمه کولی شئ، او له هغې نور ډېر څه وړاندې کوي.
  • واحد د لېږدوونکو یوه پیاوړې شبکه لري، چېرې چې هر غړی يي په انفرادي توګه د کیفیت او اعتبار لپاره تایید شوی دی. زموږ پیاوړې شبکه په دې معنی دی چې تل یو څوک ستاسې د پرماینې اخیستلو لپاره موجود دی.
  • د واحد د لارۍ بشپړ بار خدمتونه تاسې ته هر مهال بې ساری لید وړاندې کوي. په GPS مجهزه ردیابي او د حالت ژوندۍ اوسمهالونه (تاسې ته وړاندې شوی او هرکله يي بېرته لرې کولی شئ)، تاسې هېڅکله په دې حیرانتیا چې ستاسې پرماینه چېرته رسېدلې نه پاتې کېږئ. او دا ټول ستاسې له ځیرک موبایل څخه! هېڅکله به اړ نشئ چې حتی یوه تیلیفوني اړیکه ونیسئ.
  • واحد لوژستیک په بشپړه توګه ډېجېټل، پرلیکه سیستم دی. دا په دې معنی دی چې پروسې او د سوانحو زېرمه کول په بشپړه توګه له کاغذونو پرته ترسره کېږي. ستاسې د پرماینې تاریخ، اوسمهالونې، حتی د یوې پرماینې پر مهال د اوچتولو او ښکته کولو تاییدولو لپاره د موټر چلوونکو لاسلیکونه ټول ساتل کېږي او هر کله چې وغواړئ په پرلیکه توګه خپل ځیرک موبایل څخه يي کتلی شئ.